کورپاڼه / هنر او کلتور / امریکایي سندرغاړې په کم عمرۍ کې لوی ریکارډ جوړ کړ

امریکایي سندرغاړې په کم عمرۍ کې لوی ریکارډ جوړ کړ

امریکایي سندرغاړې اولیویا روډریګو د خپل زړه راښکونکې غږ په مرسته د بریتانیې د موسیقۍ پر چارټونو برلاسۍ کیدونکې ترټولو کم سندرغاړې شوه.

سندرغاړې اولیو روډریکو د عکس او ویډيو په خپرونکې اپلیکیشن انستاګرام ځینې تصویرونه خپاره او د چارټ ډیټا د یو ټویټ سکرین شاټ یې پورته کړی.

اولیویل روډریګو ددې پوسټ په سرلیک کې لیکلي دي چې:((له ټولو هغه کسانو څخه مننه چې “سور” یې اورېدلې، دا په رښتیا هم زما د ژوند ترټولو ښه اوونۍ وه او د همدې لپاره له ټولو مننه کوم.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Olivia Rodrigo (@oliviarodrigo)

 

د سندرغاړې اولیویا روډریګو البم (سور) د روانې میاشتې په یوویشتمه نیټه خپور شو او په یوازې څو ورځو کې یې لومړي البم د بریتانیې د موسیقۍ په چارت کې لومړی ځای خپل کړ.

دې بریا د اولیویا خوښې یو په دوه کړه، ځکه چې په منظم ډول یې د بریتانیې د موسیقۍ پر چارت یې په یو وخت غبرګ (سکور) وکړل او کم عمره سندرغاړې وګڼل شوه. دغه راز له دې وړاندې د اولیویا یواځینې د موسیقۍ ټریک (ګډ فار یو) هم د موسیقۍ په چارت کې ښه ځای نېولی و.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …