کورپاڼه / جالب / هغه توره افریقایي بګلا چې د ښکار لپاره له ځان څخه چتري جوړوي او ماهیانو ته دوکه ورکوي+ویډیو

هغه توره افریقایي بګلا چې د ښکار لپاره له ځان څخه چتري جوړوي او ماهیانو ته دوکه ورکوي+ویډیو

توره بګلا په ظاهره معصوم خو په حقیقت کې دوکه ورکونکی او مکار الوتونکی دی، چې په افریقا کې پیدا کېږي. ویل کېږي چې دغه الوتونکی دومره له چل ول څخه کار اخلي چې له خپلو وزرونو څخه چترۍ جوړوي او په دې ډول ماهیان غولوي او خوري یې.

دغه الوتونکی چې تور رنګ لري په همدې سبب ورته (بلیک ایګرټ) هم ویل کېږي او د ښکار کولو طریقه یې ډېره په زړه پورې ده. یعنې کله چې ښکار کوي نو په اوبو کې په داسې ډول سره درېږي چې پښې په اوبو کې وي او نور بدن یې له اوبو څخه بهر وي.

بیا خپلو وزرونو ته داېروي شکل ورکوي او په دې ډول چترۍ ترې جوړېږي چې سیوری یې پر اوبو وي. بیا خپل سر په وزرونو کې پټوي او مښوکه د اوبو سطحې ته نږدې کوي ترڅو د خپل تېز نظر په مرسته په اوبو کې لیدل وکړی شي.

د اوبو دننه ځینې ماهیان په دې وغولېږي چې ځه دا ځای به خوندي وي خو کله چې ور نږدې شي نو توره بګلا یې په تېزۍ ښکار کوي.

توره افریقایي بګلې د ښکار کولو دې ځانګړې طریقې ته (کینوپي فیډنګ) یعنې له چترۍ څخه خوراک ویل کېږي، چې له دې الوتونکې پرته تر اوسه په کوم بل حیوان کې نه ده لېدل شوې.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …