کورپاڼه / روغتيا / د یو عام انسان وینې د شکر اندازه باید څومره وي؟

د یو عام انسان وینې د شکر اندازه باید څومره وي؟

د شکر ناروغي چې په طبي ژبه ورته ذیابیطس ویل کېږي، یوه داسې ناروغي ده چې اغېز یې د بدن پر ډېرو برخو پرېوځي او دویم ډول یې ډېر خطرناک هم وي.

روغتیایي کارپوهان وایي، که چېرته د شکر د ناروغۍ درملنه پر وخت سره ترسره نه شي، نو د نظر له محرومۍ څخه نېولې د ګردو له کاره لوېدو پورې ګڼې روغتیایي ستونزې رامنځته کوي.

له پرته د یو عام انسان د وینې د شکر نارمل کچه هم وي، چې ډېرېدل یا کمېدل یې پر شکر یا د ذیابیطس پر ناروغۍ د اخته کېدو لامل ګرځي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د یو روغ او صحت مند انسان له خوراک وړاندې د شکر اندازه ۱۰۰ ایم جي/ډي ایل او له خوراک څخه وروسته له ۷۰ څخه تر ۱۴۰ ایم جي/ډي ایل څخه باید کم وي.

همدغه راز دوی زیاتوي چې د یو عام انسان د وینې د شکر په کچه کې د ورځې په جریان کې کمښت یا ډېرښت راتللی شي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …