کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو
اصغر افغان

اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو

اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو او د هغه پر ځای درې نوي لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ تازه اعلان وکړ، چې اصغر افغان یې له ټولو بڼو څخه لیرې کړی دی او د هغه پر ځای یې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه او راشد نوي کپتانان ټاکلي دي.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې افغانستان د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه د اصغر افغان د غلطو پرېکړو له امله بایللې وه، نو له دې امله نوموړی له له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمېټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځينې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټېسټ لوبه وبایلي.))

راشد خان، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي

په خبرپاڼه کې مخکې لیکي: ((په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه او پر ځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول. همدارنګه د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډېر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمېټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …