کورپاڼه / جالب / هغه ناپېژندل شوی چې د اورګاډي پر پټلۍ وېده و

هغه ناپېژندل شوی چې د اورګاډي پر پټلۍ وېده و

له هند څخه د یو حیرانوونکې خبر له مخې ویل کېږي چې یو نامعلوم شخص د اورګاډي پر پټلۍ بستره اچولې وه او وېده شو چې په سبب یې ټول هغه اورګاډي چې له دې لارې تېرېدل ودرېدل.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد د بهار ایالت د پټنې د ښار په مشهوره او مصروفه ریل پټلۍ مغل سرای یوه حیرانوونکې پېښه رامنځته شوه چې په سبب اورګاډې ودرېدل شول، په داسې حال کې چې په دې پټلۍ هره ورځ له درې سوو ډېر اورګاډي تېرېږي.

ویل کېږي چې د شمال ختیځ ایکسپریس چلوونکې ګوهاټي له نوي دهلي څخه تله چې پر پټلۍ یې یو نامعلوم شخص ولید چې وېده دی، چې بیا یې اړوند ادارې ته خبر ورکړ.

د مغل سرای د اور ګاډي د لین اداره وایي چې کله ورته چلوونکې د پېښې په اړه خبر ورکړ نو دوی ټول هغه اورګاډي چې له یاد ځای څخه تېرېږي ودرول او هلته یې خپل کارمندان واستول.

ویل کېږي کله چې یې کارمندان د پېښې ځای ته ورسېدل نو هغه شخص تښتېدلی و، خو بستره ترې پاتې شوې وه. بل لورې ته دې پېښې مسافر په اندیښنه کې اچولي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …