کورپاڼه / هنر او کلتور / جوهي چاولا د (5G) ټیکنالوژۍ پر وړاندې را پورته شوه

جوهي چاولا د (5G) ټیکنالوژۍ پر وړاندې را پورته شوه

د هندي فلمونو مشهورې اداکارې یا هنرمندې جوهي چاولا پخپل هیواد کې د (5G) ټیکنالوژۍ د استعمال پر وړاندې قضیه ثبت کړې.

د هندی رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ په سیالۍ کې هند هم له نړۍ سره د ترڅنګ ودرېدلو هڅه کوي او په دې لړ کې په پرمختللو هیوادونو کې د (5G) ازمایل پیل شوي او هند هم په دې لړ کې د یادې ټیکنالوژۍ د استعمال پرېکړه کړې خو هندي اداکاره جوهي چاولا ددې پرېکړه پر وړاندې محکمې ته تللې.

جوهي چاولا د بالیووډ د هغه اداکارو له جملې ده چې ډېرې زیاتې ونې یا نیالګي ایښي او د چاپیریال ساتنې اړوند اقداماتو په کولو ټینګار کوي، نو ځکه خو پخپل هیواد کې د (5G) ټیکنالوژۍ پر استعمال خوشحاله نه ده او ددې ټیکنالوژۍ د مخنیوي لپاره یې د محکمې دروازه وټکوله.

نوموړې د یوې مرکې پرمهال ویلي چې په هیواد کې یې د ټیکنالوژې یا پرمختګ مخالفه نه ده بلکې د نوې ټیکنالوژۍ په استعمال ټینګار کوي خو د ځینو شیانو پر وړاندې نېوکې لري.

نوموړې وایي چې ډېرې وړانګې خارجېدل د انسانانو او حیواناتو لپاره خطرناک وي. خو بل لوري ته د هند د مخابراتو وزارت وایي چې ټو جي، تري جي، فور جي او فایو جي ټیکنالوژي پر انسانانو، الوتونکو، حیواناتو او پر نباتاتو د اغېزو په اړه بالکل څېړنې نه دي شوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …