کورپاڼه / جالب / هغه زرکلن لرغوني اثار چې له ټایلینډ څخه غلا شوي ول، بېرته ورته وسپارل شول

هغه زرکلن لرغوني اثار چې له ټایلینډ څخه غلا شوي ول، بېرته ورته وسپارل شول

د ویتنام د جګړې پر وخت له ریګي ډبرو څخه جوړې شوې دوه د انساني هنر نمونې چې له ټایلینډ څخه غلا شوې وې اوس بېرته ورته وسپارل شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه دوه نمونې د ویتنام د جنګ پرمهال د انسان په هنر سره له ریګي ډبرو جوړې شوې وې او له ټایلینډ څخه غلا شوې وې او اوس له سان فرانسیکو موزیم څخه بېرته ټایلینډ ته لېږل شوي.

راپورونه زیاتوي چې دغه دوه نمونې د هندوانو د دیوتاګانو اندرا او یاما په شکلونو سره په نقاشۍ سره تیارې شوې وې چې یو وخت د ټایلینډ د مندر د ښکلا برخه وه.

کله چې کله چې غلا شوې نو له تېرو څو لیسزو راهیسې د سان فرانسسکو د آسیا د هنرونو په موزیم کې د مینوالو د زړه راښکون لپاره ایښودل شوې وې.

ویل کېږي چې ددې هنري شاهکارونو په پرته سپارلو سره ټایلینډ له لورې د بنکاک په ملي موزیم کې تر دریو میاشتو پورې د نندارې لپاره وړاندې کېږي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …