کورپاڼه / خبرونه / وټساپ د خپلو کاروونکو د آسانتیا لپاره یو په زړه پوری فیچر وړاندې کړ

وټساپ د خپلو کاروونکو د آسانتیا لپاره یو په زړه پوری فیچر وړاندې کړ

د پیغام رسونې لپاره استعمالیدونکی د نړښ ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د خپلو کاروونکو د آسانتیا په موخه نوی فیچر وړاندې کړی.

وټساپ د کاروونکو د آسانتیا لپاره تل په دې هڅه کې وي ترڅو په اپلیکیشن کې بدلونونه رامنځته کړي او اوسمهال یې یو داسې فیچر رامنځته کړی چې د وخت د کمښت لپاره ګټور وي.

ډېر شمېر کسان د پیغامونو د لېږلو لپاره غږیز یاداښت یا نوټ استعمالوي، خو کله خبرې دومره اوږدې شي چې د یو څو ثانیو غږیز نوټ په دقیقو بدلوي خو اوس کولی شئ چې اوږده غږیر یاداښتونه هم ژر واورئ.

د وټساپ له لورې د غږیر یاداښتونو په سرعت کې بدلون رامنځته شوي او د غږیز نوټ تر مخ به یې 1x، 1.5x اور 2x مینشن کېږي، چې په مرسته به کاروونکی وکولی شي چې په لږ یا ډېر سرعت سره د پیغام لېږونکې پیغام واوري.

د یادولو وړ ده چې وټساپ دغه نوی فیچر د (2.21.100) ویرژن د استعمالونکو لپاره وړاندې کړی.

دا هم ولولئ

ټویټر د انلاین پېرودنې لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

د لنډو پیغامونو د ترټولو مشهورې ټولنیزې رسنۍ ویبپاڼې ټویټر، چې د نړۍ مشهور اشخاص، …