کورپاڼه / اسلام / ترټولو بد شخص څوک دی او ترټولو غوره شخص څوک کیدلی شي؟

ترټولو بد شخص څوک دی او ترټولو غوره شخص څوک کیدلی شي؟

حضرت موسی علیه السلام یو ځل له الله تعالی څخه وپوښتل چې یا الله زما په امت کې ترټولو بد شخص څوک دی؟ الله تعالی ورته وفرمایل سبا سهار چې هر څوک درسره لومړی مخ شو هماغه ستا د امت ترټولو بد شخص دی.

حضرت موسی علیه السلام چې څخه له کور څخه راووت نو یو شخص یې ولید چې خپل زوی پر اوږه کېنولی وي او روان وی، حضرت موسی په زړه کې وویل چې دادی زما د امت ترټولو بد شخص، بیا له الله تعالی الله مخاطب شو او ورته یې وویل چې زما د امت ترټولو ښه انسان څوک دی راته یې وښیه.

الله تعالی ورته وفرمایل چې کوم شخص چې له ترټولو وړاندې درسره مخ شو هغه به ستا د امت ترټولو غوره شخص وي. حضرت موسی تر ماښامه انتظار وکړ او ناڅاپه یې هماغه شخص ولید چې سهار یې لېدلی و.

حضرت موسی علیه السلام الله تعالی ته وفرمایل چې یا ربه! دا څه کیسه ده کوم شخص چې ترټولو بد و هماغه ترټولو غوره هم دی؟ الله تعالی ورته وفرمایل دغه شخص چې کله سهار تلو او خپل زوی یې پر اوږه کېنولی او د ځنګل پر لور روان و، نو زوی یې ورڅخه پوښتنه وکړه.

پلاره! له دې ځنګل نه کوم بل غټ څه شی شته، هغه ورته وویل: هو زویه غر له ځنګل څخه لوی دی. زوی یې ورته وویل: له غرونو هم لوی څه شی شته، هغه ورته وویل: هو زویه آسمان له غرونو هم پراخه او غټ دی. زوی یې وویل: له دې آسمان څخه هم لوی څه شته، پلار یې سوړ اسویلی وویست او په دردناک آواز یې وویل: چې له آسمان لوی ستا د پلار ګناهونه دي.

زوی یې وویل: چې ستا له ګناهونو هم لوی څه شته؟ د پلار څېره یې له خوښۍ وځلیده او و یې ویل: هو زویه زما له ګناهونه ډېر زیات لوی د خدای رحمت او مغفرت دی. الله تعالی وفرمایل، زما دا سړی په دې خوښ شو چې خپل ګناهونه یې ومنل او شرمنده دی پرې. نو ستا د امت له بد شخص څخه مې غوره شخص جوړ کړ او نه یوازې ګناهونه مې ورته معاف کړل بلکې ګناهونه مې ورته په نیکیو بدل کړل.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …