کورپاڼه / هنر او کلتور / د ویدیا بالان د نوي فلم (شیرني) ټیزر خپور شو

د ویدیا بالان د نوي فلم (شیرني) ټیزر خپور شو

د بالیووډ د فلمونو مشهورې اداکارې یا هنرمندې ویدیا بالان د خپل نوي فلم، چې (شیرني) یعنې زمرۍ نومېږي، ټیزر خپور کړ.

ویدیا بالان د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه انستاګرام د یاد فلم ټیزر خپور کړی او ترڅنګ یې ویلي دي، چې ټریلر به یې د جون په دویمه نیټه خپور کړي او ددې میاشتې په اوږدو کې به فلم هم ریلیز شي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Vidya Balan (@balanvidya)

 

ویدیا بالان پر خپل اکونټ د فلم له ټیزر له خپرېدو وروسته تر اوسه پورې یو لکو یو اتیا زرو کسانو لیدلی او اوس هم دغه لړۍ دوام لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د (شیرني) فلم ټوله کیسه پر یو ځنګل را څرخي او په دې فلم کې ویدیا بالان د پولیسو د یوې مشرې په توګه رول لوبولی.

د یادولو وړ ده چې ویدیا بالان له (۲۰۰۳) راهیسې د بالیووډ په فلمي صنعت کې کار کوي، چې تر اوسه یې د نوې غوره اداکارې او د غوره ملي اداکارې د جایزې ترڅنګ د پدم شري جایزه هم ترلاسه کړې ده.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …