کورپاڼه / جالب / پاکستان کې د (۴۰) کلن سړي او (۱۱) کلنې انجلۍ واده واده ترسره شوی

پاکستان کې د (۴۰) کلن سړي او (۱۱) کلنې انجلۍ واده واده ترسره شوی

د پاکستان د لودران نومي سیمه کې د یوې کم عمرې انجلۍ واده کیده، خو پولیسو یې پر وخت خبر ترلاسه کړ او د نکاح لوستونکې ترڅنګ پر اوه کسانو قضیه ثبت کړه، خو تورن خلک وتښتېدل.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د عبدالشکور په نوم یو شخص د خپلې میرمنې په نه شتون کې د خپلې (۱۱) کلنې لور نکاح له (۴۰) کلن پهلوان خان په نوم له یو شخص سره وکړه او رخصت یې هم کړه.

ویل کېږي کله چې د انجلۍ مور کور ته راغله نو له کیسه څخه د خبرېدو وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ او د پېښې په سبا یې انجلۍ بېرته راوستله. پولیسو د پهلوان خان او نکاح لوستونکې ترڅنګ په اوو کسانړ قضیه ثبت کړې خو تورن کسان په تښته بریالي شوي.

ویل کېږي چې اوسمهال د انجلۍ طبي معاینات ترسره کېږي چې له نتیجې وروسته به اړوند قانوني اقدامات ترسره کړي.

بل لوري ته د همدې هیواد یو بل شخص د یکشنبې په ورځ د ډېرو پیسو په بدل کې خپل (۱۳) کلنه لور (۳۸) کلن شخص ته واده کړې وه. چې بیا پولیسو د ناوې د مور او خاله ترڅنګ څلور کسان ونېول او پر دیارلسو کسانو یې قضیه ثبت کړه.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې ۶۶ کلونو راهیسې یې نوکان نه ول پرې کړي

لوی نوکان لرل نه یوازې نجونې خوښوي بلکې نارینه هم د خپلو ګوتو نوکانو اوږدول …