کورپاڼه / روغتيا / د سپیرکیو، بادیانو او زڼکیو د قهوې ډېرې حیرانوونکې ګټې

د سپیرکیو، بادیانو او زڼکیو د قهوې ډېرې حیرانوونکې ګټې

طبیعي او ساده غذایي توکو تل د انسان پر روغتیا بې شمېره مثبتې اغېزې پرېباسلي دي او په دې کې ځینې داسې غذایي توکي هم شته چې له پېړیو راهیسې د ناروغیو د درملنې په موخه کارېږي.

روغتیا پالان او د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د انسان روغتیا له هغه غذایی توکو سره تړاو لري چې هغه یې استعمالوي. یعنې څه شی خوري یا څښي؟ په کومه اندازه یې خوري؟ اغېزې یې مثبتې دي او منفي؟

حکیمان وایي چې الله تعالی ځینې مسالې د انسان لپاره د ډالۍ په توګه ورکړي، چې په استعمال سره یې نه یوازې دا چئ وینه له ناپاکو مادو څخه پاکېږي، بلکې د انسان د بدن غړي هم ورسره ښه کېږي او د چاغښت په ګډون د لوړ کلیسترول څخه مخنیوی کوي. نو راځئ چې ددې توکو یو طریقه ولولو:

د سپیرکیو، بادیانو او زڼکیو څخه جوړېدونکې قهوه:

  • یوه کاچوغه توره زېره یا زڼکۍ، یوه کاچوغه بادیان او د کاچوغې څلور برخه سپیرکۍ به راواخلئ.

  • بادیان د معدې او کولمو د ناروغیو لپاره غوره درمل دي او د لوږې احساس ورکوي.

  • زڼکۍ او سپیرکۍ د بدن او خېټې وازده اوبه کړي، کلیسترول برابر ساتي او له خوراک سره یې استعمال له بدن څخه غوړ خارجوي. همدغه راز سپیرکۍ ګرم اغېز لري نو ځکه د ښځو لپاره ګټور وي.

د قهوې جوړولو طریقه:

  • په یو لوښي کې به اوبه ښې وایشوئ.

  • بیابه سپیرکۍ، بادیان او زڼکۍ ور واچوئ او تر پنځلس دقیقو به یې سر پټ کړئ.

  • سهار به یې په نهاره وڅښئ په میاشت کې به مو دوه یا درې کیلو وزن هم کم شي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …