کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان ښکلي او زړه راښکونکې غږ خلک حیران کړي+ویډیو

د راشد خان ښکلي او زړه راښکونکې غږ خلک حیران کړي+ویډیو

راشد خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې هغه ځوان لوبغاړی دی، چې د خپلې جادویي توپ اچونې پرمټ یې ټوله نړۍ ګوته په غاښ کړې، خو اوسمهال د نوموړي یو بلې وړتیا د خلکو پام ځانته اړولی.

پر ټولنیزو رسنیو د راشد خان هغه ویډیو ډېر ژر لاس په لاس کېږي، چې نوموړي پخپل خوږ او زړه راښکونکې غږ سره د اردو ژبې د مشهور سندرغاړي راحت فتح علي خان سندره زمزمه کوي.

د راشد خان ددې وړتیا او حیرانوونکې غږ په لیدلو د ټولنیزو رسنیو کاروونکې په ګوته په غاښ دي او ډېره زیاته ستاینه یې کړې خو ترڅنګ یې یاده ویډیو ډېره ژر لاس په لاس کړې هم ده.

 

د یادولو وړ ده چې راشد خان به د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) په پاتې لوبو کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره ولوبېږي او له دې وړاندې هم د یادې لوبډلې سره په دوو لوبو کې لوبېدلی و چې دواړه یې ګټلې هم وې.

دا د راشد خان لومړی ځل دی چې د پي ایس ایل په لوبو کې برخه اخلي. له دې وړاندې د یاد لیګ د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې دوه ځلې له ځان سره اخیستی و خو کرکټ ورته د لوبېدو اجازه نه وه ورکړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …