کورپاڼه / خبرونه / ګلبدین نایب د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته مبارکي ورکړه
حشمت الله شهیدي او ګلبدین نایب

ګلبدین نایب د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوی دی، چې پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب لومړنی لوبغاړی دی چې نوموړي ته یې مبارکي ورکړه.

پرون کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې اصغر افغان یې له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړی دی او د هغه پر ځای يې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې حشمت الله شهیدي نوی لوبډلمشر ټاکلی دی.

اوس تازه ګلبدین نایب په خپل ټویټر کې حشمت الله شهیدي ته د ملي لوبډلې د لوبډلمشر کېدو مبارکي ورکړې ده او د ښې راتلونکې هیله یې هم ورته څرګنده کړې ده.


د یادولو وړ ده چې تېر ځل کله اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شوی و، نو د هغه پر ځای ګلبدین نایب لوبډلمشر ټاکل شوی و، چې پر ضد یې راشد خان او محمد نبي راپاڅېدلي و.

اوس د حشمت الله شهیدي تر څنګ رحمت شاه بیا د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی او راشد خان بیا د شل اوریزو لوبډلې مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی، خو د شل اوریزې لوبډلې لپاره به هم ژر لوبډلمشر اعلان شي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …