په هند کې پولیسو د تامل ناډو ایالت هغه اوسیدونکی نېولی چې له کورونا څخه یې د ژغورنې په موخه ژوندی مار خوړلی و.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د تامل ناډو ایالت د مادورایي ولسوالۍ د پنځوس کلن اوسیدونکې د مار د خوړلو یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو لره، بره کېږي.
ویل کېږي چې دغه پنځوس کلن شخص ادعا لري چې د مار په خوړلو سره انسان له کورونا وایروس څخه خوندي پاتې کېږي. خو د ویډیو له خپرېدو وروسته د ځنګلونو وزارت اقدامات ترسره کړل او دغه شخص یې ونیوه.
راپورونه وایي چې دغه شخص د وادي ویلو په نوم سره یادېږي او د محکمې له لورې اوه زره هندي کلدارې جریمه شوې هم دی.
د یادولو وړ ده چې په هند کې وخت ناوخت له کورونا وایروس څخه د مخنیوي په موخه خلک ډېر حیرانوونکې او له عقل څخه لېرې کارونه ترسره کوي او د رسنیو د سرټکی ګرځي.