کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي: د شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر به نجیب الله ځدراڼ یا نوین الحق وټاکل شي
عزیزالله فضلي، نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق

عزیزالله فضلي: د شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر به نجیب الله ځدراڼ یا نوین الحق وټاکل شي

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس عزیزالله فضلي وايي، چې د شل اوریزې لوبډلې لپاره به نجیب الله ځدراڼ او یا هم نوین الحق د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل کېږي.

عزیزالله فضلي په خپله فېسبوکپاڼه کې د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته مبارکي ورکړې ده او د کرکټ بورډ دا پرېکړه یې ستایلې ده.

نوموړي لیکلي دي چې هغه په خپل وخت کې هم داسې یو ګام پورته کړی و او هدف یې دا و چې لوبډله نوې شي ځوان، مستحق او خواري کښ لوبغاړو ته چانس ورشي او په کورني کرکټ کې سپين ږیري نه شي، خو ځینې مغرضو کړیو له خوا هغه د ستونزو سره مخ شوی و.

عزیزالله فضلي لیکي: ((اوس چې د کرکټ بورډ ادارې دا پرېکړه کړې د کرکټ مینه والو ته پکار ده چې ځوانان وستايي او د کرکټ لوبه هم په نړیوال میدانونو او نړیوالو سیالانو سره لوبه د تکړه او مستحقو ځوانانو لوبه ده.))

هغه همدا راز د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر په اړه لیکي: ((په پای کې د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ټاکل کېدو په تړاو هم دوه لوبغاړي هر یو نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق څخه به یو تن به د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شي، ستاسو په اند د دوی ترمنځ کوم لوبغاړی د شل اوریزو سیالیو لپاره غوره لوبډلمشر وي؟))

د یادولو وړ ده چې پرون کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اصغر افغان يې له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړی او حشمت الله شهیدي يې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو نوی کپتان ټاکلی دی، همدا راز د شل اوریزو لوبو لپاره به نوی کپتان ژر وټاکي.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …