کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي مشر د تاجکستان کرکټ د پرمختګ مسول ټاکل شوى
اسدالله خان

د کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي مشر د تاجکستان کرکټ د پرمختګ مسول ټاکل شوى

خپلواک وېبپاڼه (٩ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي مشر اسدالله خان په تاجکستان کې د کرکټ د پرمختګ مسوول ټاکل شوى دى.

د معلوماتو تر مخه، د تاجکستان کرکټ فيډريشن د نومبر له ١١مې نېټې څخه بيا تر ١٥مې نېټې پورې د کرکټ د پوهاوي پروګرام پيلوي، چې دغه پروګرام د اسدالله خان په مشرۍ کې ترسره کېږي او په دغه پروګرام کې به ١٢٠ ښوونکي د بېلا بېلو پوهنتونونو څخه ګډون وکړي چې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې به ترسره شي.

د معلوماتو تر مخه ويل کېږي چې اسدالله خان لومړنى کس دى چې په ٢٠١٠ کال کې يې د کرکټ پيل کړى دى او اوس په دغه هېواد کې د کرکټ د پرمختګ مسوول ټاکل شوى دى. نوموړى هڅه کوي چې تر څو تاجکستان د کرکټ نړيوالې شورا غړيتوب ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پخواني اجراييوي مشر شفيق ستانکزي تر ليرې کېدو وروسته اسدالله خان د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراييوي مشر وټاکل شو، چې په دغه بست کې يې ډېره لږه موده کار وکړ او له هغه وروسته بيا لطف الله ستانکزى د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر وټاکل شو.

اسدالله خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى هم پاتې شوى دى. نوموړى په ٢٠٠٩ کال کې د کرکټ نړيوالې شورا د نړيوال جام د کرکټ ليګ ډيويژن ٣ لپاره په افغان لوبډله کې و، خو په دغه سياليو کې هغه يوازې يوه لوبه د پي اېن جي پر وړاندې ترسره کړې وه.

اسدالله خان د ملي لوبډلې د روزونکي په کچه هم دنده ترسره کړې ده او همدا راز د ويډيو اناليسټ په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده، چې ويل کېږي يو له تکړه ويډيو اناليسټانو څخه و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …