کورپاڼه / روغتيا / د سګریټ څکولو هغه تاوان چې تر اوسه ترې ناخبره وئ

د سګریټ څکولو هغه تاوان چې تر اوسه ترې ناخبره وئ

ډېر شمېر خلک داسې فکر کوي چې د سګریټ په څکولو سره د سږو سرطان، د شریانونو ناروغي او د تنفسي سیستم د ناروغیو خطر ډېرېږي. خو باید ووایم چې د سګریټ څکونې منفي اغېزې یوازې تر سږو محدودې نه دي بلکې ټول بدن متاثر کوي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې په تمباکو کې له اوه زرو څخه ډېر کیمیاوي مواد وي چې لږ تر لږه د نهه شپېته سرطاني ناروغیو سبب کېږي. کله چې په دې کیمیاوي موادو کې ساه واخیستل شي نو له سږو د وینې دوران ته داخلېږي او له هغې ځایه ټول بدن ته خورېږي.

د سګریټ څکونې له بې شمېره زیانونو خو به خبر وئ خو یو داسې زیان هم لري چې ډېر لږ خلک یې په اړه پوهېږي او هغه له ویښتانو څخه محرومیدل دي. که څه هم تر اوسه په دې اړه واضح معلومات نشته چې سګریټ څکونه له ویښتانو سره څه اړیکه لري خو په دې اړه ډېر عناصر په ګوته شوي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د سګریټو نکوټین او نور کیمیاوي مادې په ممکن ډول سره له ویښتانو څخه د محرومیدو ستونزه لوړوي، خو په دې اړه یې ټینګار کړی چې باید نورې څېړنې ترسره شي.

ویل کېږي چې د سګریټ په څکولو سره په بدن کې ډېر بدلونونه رامنځته کېږي او د پروټینو سطحه لوړوي او کله چې پروټین ډېر شي نو ویښتان ته زیان رسېږي. همدغه راز د سګریټ په څکولو سره وینه زیانمنه کېږي او کله چې وینه زیانمنه شي نو ویښتان اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …