کورپاڼه / روغتيا / ولې د وینې له ټیټ فشار څخه خبراوی اړین دی؟

ولې د وینې له ټیټ فشار څخه خبراوی اړین دی؟

که چېرته په ډېر لږ غوندې کار سره هم د سر ګرځیدل حس کوئ او د تمرکز ستونزې لرئ، نو باید احتیاط وکړئ ځکه چې دا د وینې د فشار د کمښت له نښو، نښانو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د سر ګرځیدل او سر دردي یوه عامه ستونزه ده خو که چېرته دوام وکړي نو د بې هوښۍ سره مو مخ کولی شي.

د وینې د فشار کمښت څه شی وي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې د وینې فشار باید له شپېتو څخه ښکته نه شي، ځکه چې ممکن خطرناک تمام شي خو بیاهم د انسان تر وجود پورې اړه لري یعنې کیدای د یو شخص نارمل اندازه شپېته وي خو په بل شخص کې به د کمښت په لور اشاره کوي.

نښې، نښانې:

  • سر ګرځیدل
  • تمرکز ستونزې
  • پر سترګو تیاره راتلل
  • کانګې کول
  • ډېره ستړیا
  • بې هوښي

هغه طبیعي سببونه چې د وینې فشار کموي:

  • تر ډېره لمر ته کېناستل
  • په ګرمۍ کې ورزش یا بدني فعالیتونه
  • په ګرمو ځایونو کې ډېر وخت تېرول
  • په بدن کې د اوبو د کمښت په حالت کې د اوبو داخلېدل

هغه عوامل چې د وینې فشار اغېزمنوي:

د فشار د معلومولو لپاره باید په کور په ډیجیټل آلو باور ونه کړو، بلکې په ورځ کې باید څو ځلې د وینې فشار وګورو، ځکه چې ډېر داسې عوامل شتون لري چې فشار اغېزمنوي او د وېده کېدو او کېناستو په صورت کې یې نتیجه سره توپیر لري او درمل هم فشار کمولی شي.

د وینې له کم فشار څخه څه ډول ځانونه وساتو؟

  • تر ډېره ځان وږی مه پرېږدئ.
  • ډېرې اوبه وڅښئ.
  • په ګرمو ځایونو کې ډېر مه پاتې کېږئ.
  • په ګرمۍ کې لوڅ سر مه ګرځئ.
  • بشپړ یا پوره خوب وکړئ.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …