کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د اصغر په لیرې کېدو او حشمت په ټاکل کېدو ټویټ وکړ
راشد خان

راشد خان د اصغر په لیرې کېدو او حشمت په ټاکل کېدو ټویټ وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم د نوي لوبډلمشر د ټاکل کېدو په اړه ټویټ کړی دی، خو دا ځل یې د مخالفت پر ځای هغه ته مبارکي ورکړې ده.

راشد خان به خپل ټویټ کې حشمت الله شهیدي ته په کپتان ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده او کپتاني يې یو ستر مسوولیت یاد کړی دی او لیکلي یې دي، چې حشمت به یې په ښه ډول ترسره کړي.

همدا راز راشد خان بیا له پخواني لوبډلمشر اصغر افغان څخه هم مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې د هغه د لوبډلمشرۍ په مټ نن دې ځای ته رارسېدلي یو.


د یادولو وړ ده، کله چې تېر ځل د عزیزالله فضلي په وخت کې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لیرې شوی و، نو راشد خان او محمد نبي ورسره مخالفت ښکاره کړی و او په دې اړه یې ټویټونه هم کړي و.

حشمت الله شهیدي چې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی، ګلبدین نایب، مجیب الرحمان او ځینو نورو لوبغاړو هم ورته مبارکي ورکړې ده.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …