کورپاڼه / هنر او کلتور / هما قریشي: غواړم سونو سود د هند د لومړي وزیر په توګه وګورم

هما قریشي: غواړم سونو سود د هند د لومړي وزیر په توګه وګورم

د بالیووډ د فلمونو اداکارې یا هنرمندې هما قریشي هیله څرګنده کړې، چې فلمی لوبغاړی سونو سود د هند د لومړي وزیر په توګه وویني.

هما قریشي له رسنیو سره د خبرو پرمهال دغه هیله څرګند کړې. ویل کېږي چې نوموړې دا خبره هغه وخت له رسنیو سره شریکه کړه، کله چې ترې دا پوښتنه وشوه: ((ستا په نظر کوم هندي اداکار یو ښه سایستدان ثابتېدلی شي.))

هما قریشي ددې پوښتنې په ځواب کې وایي چې په نظر یې سونو سود باید د ټاکنو لپاره ودرېږي او کله چې هغه ټاکنو ته ودرېږي نو دوی ټول به رایې ورکړي.

نوموړې د خپلو خبرو پرمهال وایي چې سونو سود د هند د لومړي وزیر په توګه لیدل یې هیله ده او که چېرته ټاکنو ته ودرېږي نو ضرور به رایه ورکوي.

د یادولو وړ ده چې هما قریشي د (کینګز اف واسیپور)، (ډېړ عشقیه) او (جولي ایل ایل بي ۲) په څېر په مشهورو فلمونو کې اداکارې کړې ده.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …