کورپاڼه / جالب / په هند کې د فضایي مخلوق ویډیو بحثونه راپورته کړي

په هند کې د فضایي مخلوق ویډیو بحثونه راپورته کړي

د هند د جارکنډ ایالت پر ډیم یوه داسې ویډیو جوړه شوې چې په اړه یې ادعا کېږي، چې له فضایي مخلوق څخه شوې ده او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم پرې بحثونه پیل کړي.

دغه ویډیو چې دیرش ثانیې ده، پکې یو داسې شی څرګندېږي چې په اړه یې ویل کېږي چې دا به فضایي مخلوق وي او دا ویډیو د هند د جارکنډ ایالت د هزاري باغ ولسوالۍ یو پل ته نږدې شوې ده.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د فضایي مخلوق په څېر کوم څوک روان وي او د موټر سایکل چلونکې هم ورته د موټر سایکل څراغ روښانه کوي.

 

هغه شخص چې دغه ویډیو یې کړې هغه هم دې شي ته فضایي مخلوق یا شيشکه وایي، خو دا چې دا به کوم مخلوق وي په اړه لا سم معلومات نشته. بل لوري ته دې ویډیو ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم ورته غبرګونونه څرګند کړي.

ځینې د ټولنیزو رسنیو کاروونکې په دې ویډیو رشخند او مسخرې کوي او ځینې یې بیا فضایي مخلوق او پېری هم ګڼي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …