کورپاڼه / جالب / د (۱۰۳) بوډا سړي او د (۲۷) ځوانې انجلۍ په زړه پوری واده

د (۱۰۳) بوډا سړي او د (۲۷) ځوانې انجلۍ په زړه پوری واده

د اندونیزیا د سویلي سولاویسي په سیمه کې یو داسې واده ترسره شوی، چې تر ډېره یې د ټولو رسنیو د سرلیک موضوع ګرځېدلې وه او ددې واده ځانګړتیا په دې کې وه چې د ناوې او زوم د عمرونو ترمنځ شپږ اویا کاله توپیر شتون درلود.

ویل کېږي چې د واده زلمي یو سلو درې کاله عمر درلود او ناوې اوه ویشت کلنه انجلۍ وه. د یو سلو درې کلن شاه زلمي په اړه ویل کېږي چې نوموړي له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۹ کاله پورې په جنګ کې هم برخه اخیستې وه، چې د زوم کورنۍ دا خبره هم تاییدوي.

د ناوې او زوم د عمرونو ترمنځ شپږ اویا کاله توپیر بیا خلک له حیرانۍ سره مخ کړي او په زړه پورې یې داده چې زوم د ناوې کورنۍ ډېر زیات مهر هم ورکړی دی.

دغه یو سلو درې کلن شاه زلمي چې پوانګ نومېږي په مهر کې یې پنځه میلونه اندونیزیایي روپۍ ورکړي چې تقریباً له درې سوه دري څلویښتو ډالرو سره برابرېږي او ترڅنګ یې یوه د سرو زرو ګوتمۍ هم ورکړې.

ویل کېږي چې د واده په شپه شاه زلمي په دومره ډوب خوب ویده و چې په ټولنیزو رسنیو ډېر مسخره هم شو. ځینو کسانو لیکلي ول چې زړښت کې واده کوي نو په داسې ډوب خوب وېده کیدل کومه نوې خبره نه ده.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …