کورپاڼه / خبرونه / شیاومي یو داسې چارجر وړاندې کړی چې په اتو دقیقو کې موبایل ډکوي

شیاومي یو داسې چارجر وړاندې کړی چې په اتو دقیقو کې موبایل ډکوي

د ځیرکو موبایلونو جوړونکې شرکت شیاومي د یوې داسې ټیکنالوژۍ د تیارولو ادعا کړې چې له مخې به یې د ځیرک موبایل بیټري په اتو دقیقو کې سل سلنه چارجېږي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د شیاومي شرکت د اتو دقیقو په لنډ وخت کې د ځیرک موبایل د بیټرۍ د چارجولو لپاره د دوه سوه واټه چارجر جوړ کړی.

د یاد شرکت له لورې د نوې ټیکنالوژۍ ویډیو هم خپره شوې او چارجر یې ننداره کړي هم دی.

په ویډیو د شیاومي څلور زره ایم ای ایچ بیټري د (ایم ای ۱۱ پرو) بیټري په دوه سوه واټه چارجر سره جارجېږي او په څلویښت ثانیو کې لس سلنه چارج واخلي، په دریو دقیقو پنځوس او په اتو دقیقو سل سلنه چارجېږي.

د یادولو وړ ده چې دوه کاله وړاندې چینایي شرکت د چارجولو لپاره د سل واټه ټیکنالوژۍ د وړاندې کولو اعلان کړی و، چې په اوولس دقیقو کې به یې موبایل چارجوو.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …