کورپاڼه / خبرونه / د اصغر افغان لیرې کول او د خلکو غبرګون
اصغر افغان

د اصغر افغان لیرې کول او د خلکو غبرګون

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان پرون له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شو او پر ځای یې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره حشمت الله شهیدي نوی لوبډلمشر وټاکل شو، خو د شل اوریزو لوبو لپاره تراوسه لوبډلمشر نه دی ټاکل شوی.

دا دویم ځل دی چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کېږي، تېر ځل چې کله نوموړی د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه مخکې له لوبډلمشرۍ لیرې شو او پر ځای یې ګلبدین نایب لوبډلمشر وټاکل شو، نو د راشد خان او محمد نبي هم د اصغر افغان په ملاتړ او د کرکټ بورډ پر ضد راپورته شو.

دواړو د اصغر افغان په حق کې ټویټونه وکړل او بیا ټول ملت ولیدل، چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال څه وشو، چې لوبډله تش لاس بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی، چې اصغر افغان يې بېرته راوست او د ملي لوبډلې لوبډلمشر یې کړ، یو ځل بیا یې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د غلطو پرېکړو له وجې نوموړی له کپتانۍ لیرې کړ، خو دا ځل ملي لوبغاړي د اصغر افغان په ملاتړ ونه درېدل.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ بورډ دې پرېکړې ته بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي دي، ډېری خلکو په داسې وخت کې چې نړیوال شل اوریز جام ته یوازې څو میاشتې پاتې دي، د کپتان بدلول غلطه پرېکړه یاده کړې ده او اصغر افغان یې د ملي لوبډلې لپاره مهم لوبډلمشر یاد کړی دی، چې د هغه په کپتانۍ کې افغانستان ډېرې بریاوې خپلې کړې دي.

خو بلخوا ډېرو خلکو بیا د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی او دا یې یو ښه ګام بللی دی، چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شوی دی او پر ځای یې نوي لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

ځینې خلک بیا دا هم وايي، چې تراوسه پورې د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر ځکه نه دی ټاکل شوی، که چېرته اصغر افغان یو ځل بیا د تېر په څېر بریالی شو او کرکټ بورډ يې دې ته مجبوره کړ، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، نو کرکټ بورډ به تیار د هغه لپاره یو ځای ساتلی وي او نړیوال شل اوریز جام کې به یې د شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر وټاکي.

خو د کرکټ بورډ پخوانی عمومي مشر عزیزالله فضلي بیا په يو پوسټ کې ویلي دي، چې د شل اوریزې لوبډلې لپاره نجیب الله ځدراڼ او یا هم نوین الحق لوبډلمشر ټاکل کېږي.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …