کورپاڼه / خبرونه / مشهور پاکستاني اداکار هم د راشد خان ستاینه وکړه
راشد خان او همایون سعید

مشهور پاکستاني اداکار هم د راشد خان ستاینه وکړه

راشد خان د پاکستان د مشهور سریال (میری پاس تم هو) سندره په خپل غږ کې زمزمه کړې ده، چې د هغه دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس کېږي او پاکستانیان یې هم ډېر صفتونه کوي.

دا سریال چې په ۲۰۲۰ کال کې په ټلویزیون کې نشر شوی و، د پاکستاني فلمونو او سریالونو مشهور اداکار همایون سعید پکې مرکزي کردار لوبولی و.

د دغه سریال یوه مشهوره سندره راشد خان په خپل غږ کې ویلې ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده او د یاد سریال مرکزي اداکار همایون سعید یې هم ستاینه کړې ده.

همایون سعید د راشد خان د سندرې د زمزمې دغه ویډیو له خپل ټویټر اکاونټ څخه ریټویټ کړې ده او ورسره یې لیکلي دي، چې راشد ښه غږ لري.


د یادولو وړ ده چې په (میری پاس تم هو) کې دا سندره مشهور پاکستاني سندرغاړي راحت فتح علي خان ویلې وه، چې ډېره مشهوره شوې وه. راشد خان اوسمهال په ابوظهبي کې دی، چېرته چې به نوموړی د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …