کورپاڼه / هنر او کلتور / غزال عنایت: اته میاشتې کېږي افغانستان ته نه یم تللې او کانسرتونه مې رد کړي

غزال عنایت: اته میاشتې کېږي افغانستان ته نه یم تللې او کانسرتونه مې رد کړي

غزال عنایت له نن څخه اته میاشتې وړاندې د ځینو امنیتي ستونزو او ګواښونو په سبب هیواد پرېښود او په ترکیه کې یې استوګنه غوره کړه.

غزال عنایت په افغانستان کې خپل وروستی کانسرت هم هماغه وخت وړاندې کړی، چې لا یې افغانستان نه و پرېښی، خو له کله یې چې هیواد پرېښي نو له هماغه راهیسې یې کوم کانسرت نه دی کړی.

نوموړې له اشنا راډیو تلویزون سره په خبرو ویلي چې:((ټول هغه ارمانونه او هدفونه مې چې درلودل ټول په اوبو لاهو شول او د امیني ستونزو او ګواښونو په سبب مې هیواد پرېښود.

غزال عنایت وایي چې موسیقي نه پرېږدي او همدې لارې به مبارزه کوي، نوموړې وایي:((لکه چې څنګه یو شاعر د شعر له لارې، یو لیکوال یې د لیکوالې له لارې مبارزه کوي، زه د موسیقۍ له لارې مبارزه کوم.))

 

غزال عنایت وایي چې ډېر وړاندیزونه یې د کانسرتونو او نورو هنري پروګرامونو لپاره ترلاسه کړي، خو د نا امنۍ په سبب یې ټول رد کړي او برخه یې پکې نه ده اخیستې.

ضد یادولو وړ ده چې غزال عنایت اوسمهال په ترکیه کې اوسېږي او هلته یې پخپلو هنري چارو او موسیقۍ بوخته ده.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …