کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شو
عمران طاهر

د پاکستان سوپر لیګ یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شو

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو سیالیو لپاره ټول لوبغاړي د متحده عربي اماراتو ابوظهبي ښار ته رسېدلي او هلته کرنټین دي، خو یاد لیګ له نوې ستونزې سره مخ شوی او په وخت پیلېدل یې ممکن نه ښکاري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د نشر تخنیکي برخه د یو هندي شرکت سره ده، خو د دغه شرکت کسان د ابوظهبي حکومت له هوټل ویستي او دوبۍ ته یې ستانه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د هندي شرکت دغه تخنیکي کسان چې له دوه ورځو راهیسې د ابوظهبي په هوټل کې کرنټین و، دوبۍ ته لېږل شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ تراوسه پورې د سیالیو مهالوېش هم نه دی اعلان کړی او وايي، چې تر څو پورې يې د یاد شرکت د تخنیکي کسانو ستونزه نه وي هواره کړي، تر هغې پورې مهالوېش نه شي اعلانولی.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې د پاکستان کرکټ بورډ د یادو کسانو ستونزه د اماراتو حکومت لوړپوړو چارواکو سره هم شریکه کړې ده، تر څو دا ستونزه ژر تر ژر حل کړي، ځکه چې د دغه کسانو پرته د پاکستان سوپر لیګ ترسره کېدل ممکن نه ښکاري.

د یادولو وړ ده چې مخکې ویل شوي و چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به د جون په ۵مه نېټه پیل شي، چې په دغه سیالیو کې د راشد خان، نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …