کورپاڼه / جالب / په امریکا کې د دویم نړیوال جنګ (۹۷) کلن فوځي په زړه پورې کارنامه ترسره کړې

په امریکا کې د دویم نړیوال جنګ (۹۷) کلن فوځي په زړه پورې کارنامه ترسره کړې

د امریکا د الیونیس ایالت یو اوسیدونکی چې د دویم نړیوال پرمهال یې د فوځي خدمتونو د ترسره کولو لپاره پوهنتون پرېښی و، اوس یې اتیا کاله وروسته بیا هماغه پوهنتون ته لاړ او د اوه نوي کلنۍ په عمر یې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

اوه نوي کلن بیل ګوسیټ د الیونیس په پوهنتون کې له داخلې وړاندې لږې زده کړې وکړې خو د سند له اخیستلو دمخه یې پوهنتون پرېښود او د امریکا په هوایي قول اردو کې شامل شو.

ویل کېږي کله چې ګوسیټ له دویم نړیوال جنګ څخه بېرته ستون شو نو د زده کړو پرځای یې خپل کورني کارونه پیل کړل او مصروفیت یې وګرځیدل.

ګوسیټ له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې:((کله چې له جنګ څخه بېرته ستون شوم، نو کاروبار مې پیل کړ او په اړه مې زده کړې کولې.))

نوموړی چې تر ډېره په کاروبار بوخت و، وایي چې:((خو د وخت په تېرېدو مې بالاخره پرېکړه وکړه، چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړه.))

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …