کورپاڼه / خبرونه / شاداب خان: کورنۍ مې راته واده نه کوي
شاداب خان

شاداب خان: کورنۍ مې راته واده نه کوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاداب خان وايي، چې د هغه کورنۍ د هغه واده نه کوي. دا خبره نوموړې یو مینه وال ته د هغه د پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

د پاکستان دغه الراونډر لوبغاړي شاداب خان پرون په ټویټر کې مینه والو ته ویلي و، چې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکوي او پوښتنې دې ترې وکړي، چې ډېر مینه والو یې ترې د کرکټ او د هغه د ژوند په اړه پوښتنې کړې دي.

د هغه یو مینه وال ترې پوښتنه وکړه، چې واده کله کوې؟ چې په ځواب کې ورته شاداب خان ولیکل، چې کورنۍ راته واده نه کوي. یو بل کس ورته ولیکل، چې په مېدان کې اور اېکټینګ کوې، نو هغه ورته په ټوکه کې بېرته ځواب ورکړ، چې اور اېکټینګ نه بلکې یوازې اېکټینګ (اداکاري) کوم.


د یو کس د پوښتنې په ځواب کې شاداب خان ولیکل، چې د نصرت فتح علي خان قوالي (دل لګي) د هغه تر ټولو خوښه سندره ده چې هغه یې هر وخت اوري.

همدا راز نوموړي د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي ویراټ کوهلي سوځول خپله یادګاري ویکټ یاده کړه. په پای کې نوموړي له ټولو مینه والو څخه مننه وکړه، چې له هغه نه یې پوښتنې وکړې.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …