کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان له کپتانۍ لیرې کېدو ته غاړه کېښوده او حشمت الله شهیدي ته یې مبارکي ورکړه
اصغر افغان او حشمت الله شهيدي

اصغر افغان له کپتانۍ لیرې کېدو ته غاړه کېښوده او حشمت الله شهیدي ته یې مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د ملي لوبډلې له کپتانۍ لیرې کېدو ته غاړه کېښوده او نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته یې مبارکي ورکړه.

اصغر افغان په خپله رسمي فېسبوکپاڼه باندې يو پوسټ کړی دی، چې حشمت الله شهیدي ته یې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د هغه ملاتړ به کوي او دا کاروان به روان ساتي.

نوموړی لیکي: ((ملګري او تکړه لوبغاړي حشمت الله شهیدي ته د ګران هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د ټاکل کېدا مبارکي وايم.))

هغه زیاتوي: ((موږ ملي لوبډلې په پوره هېوادنۍ مینه او ژمنتیا له پیله تراوسه، ستاسو عزتمنو هېوادوالو د دعاو او اتلو لوبغاړو د همېشني مهنت او هڅو په برکت د ګران هېواد کرکټ دې مقام ته رارسولی او (انشا الله) چې په ګډه او پوره ملاتړ به دا ویاړلی کاروان، همداسې ویاړلی روان ساتو.))

اصغر افغان

د یادولو وړ ده، کله چې اصغر افغان به ۲۰۱۹ کال کې د ملي لوبډلې له کپتانۍ څخه لیرې شوی و، نو د هغه یو شمېر نږدې ملګرو لوبغاړو په دې اړه سخت غبرګون ښکاره کړی و، چې راشد خان او محمد نبي یې په مخالفت کې ټویټونه هم کړي و، چې بیا وروسته فرهان یوسفزي کرکټ بورډ ته له راتګ وروسته هغه د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …