کورپاڼه / خبرونه / د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزیر هم په جوماتو کې د لوډسپیکر د غږ ټیټولو ملاتړ وکړ

د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزیر هم په جوماتو کې د لوډسپیکر د غږ ټیټولو ملاتړ وکړ

د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزیر عبداللطیف الشیخ په جوماتونو کې د لوډسپیکرو د غږ کمولو ملاتړ وکړ او و یې ویل چې د لمونځونو لپاره آذان ته د انتظار پرځای په ټاکلي وخت جومات ته ځانونه ورسوئ.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې سعودي عربستان د خلکو له شکایتونو وروسته لارښوونه کړې په جوماتو کې دې د لوډسپیکر غږ له دوه پر درې برخې پورته نه کړي.

د سعودي په دولتي رسنۍ ددې هیواد د مذهبي چارو وزیر عبداللطیف الشیخ ویډیو خپره کړې چې له مخې یې ددې پرېکړې ملاتړ کړی چې د لمونځونو لپاره د اذان انتظار مه کوئ او پرځای په ټاکلي وخت جومات ته ځانونه ورسوئ.

 

نوموړی زیاتوي چې د تلویزون په مرسته هر کور ته د آذان غږ رسېږي او د ساعتونو آسانتیا هم ټول له ځان سره لري نو په لوړ آواز سره لوډسپیکر ته اړتیا نه پېښېږي او په دې سره ماشومان او ناروغان له ستونزو سره مخ کېږي.

بل لوري ته پر ټولنیزو رسنیو د حکومت دې پرېکړې غبرګونونو راپارولي او خلکو د نېوکې په بڼه ویلي چې لومړی دې په هوټلونو او پلورنځیو کې په لوړ غږ موسیقي بنده شي.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …