کورپاڼه / جالب / هغه سړی چې د خپلې ښځې نه امیندوار شوی دی
نارینه چې په خېټه ماشوم لري

هغه سړی چې د خپلې ښځې نه امیندوار شوی دی

په نړۍ کې داسې جالبې پېښې ډېرې کمې لیدل کېږي، اوس تازه د سویلي امریکا په يو هېواد کې یو سړی امیندوار دی او ویل کېږي چې ډېر ژر به یوه ماشومه وزېږوي.

د (بریفلي) وېبپاڼې د راپور په وېنا، د سویلي امریکا په یو کوچني هېواد ایکواډور کې د یوې ټرانس جینډر ښځې او خاوند څخه یې خاوند امیندوار شوی دی.

دغه ښځه چې په یاد هېواد کې د پارلمان غړې او مشهوره سیاستواله هم ده، د خپل خاوند (چې امیندوار دی) عکسونه یې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي او په دې يې ډېره خوشحالي لمانځلې ده.

د ډیانا میري رودریګوز په نوم دغه ښځه وايي، چې خاوند یې زاک امیدواره دی، هغه به د یوې ماشومې پلار او زه به یې مور شم. موږ ډېر خوشحاله یو.

کله چې دغه ښځې په ټولنیزو رسنیو کې دا عکسونه خپاره کړل، نو د خلکو له خوا پرې سختې نیوکې هم وشوې، خو هغه وايي چې د هیچا د نیوکو په کیسه کې نه ده.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …