کورپاڼه / اسلام / یو انسان څه وخت کولی شي چې فرښته وویني

یو انسان څه وخت کولی شي چې فرښته وویني

کله چې فرعون په سیند کې دننه غرق کیده نو هغه وخت یې ویل چې زه هم د بني اسرایلو غوندې په الله تعالی باور لرم، بیا الله تعالی وویل چې اوس فرعون ته د بخښنې موقع نشته او اوس عبرت ناکه سزا درکړم، اوبو ته امر وکړ او بهر یې وغورځاوه چې تر اوسه د عبرت نښه ده.

د صحیح الجامع لومړنی روایت دی څوک چې له مرګه وړاندې توبه وکړی نو الله تعالی یې توبه قبلوي. لکه څنګه چې مرګ حق دی او هر نفس به خوند ګوري نو اړینه ده چې هر وخت او هره شېبه هغه خبرې له ژبې وباسو، که چېرته مو وروستۍ شېبې هم وي چې الله تعالی راڅخه خوښ وي.

په صحیح الجامع کې یو بل روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، څوک چې له مرګ وړاندې الله تعالی ته رجوع وکړي نو الله تعالی یې بخښي خو که چېرته د مرګ وخت وي او ساه ایستل کېږي نو الله تعالی دا وخت هیڅوک نه بخښي.

لکه چې په عامو حالاتو کې انسان نه شي کولی چې فرښته وویني خو له مرګه وړاندې یې لیدلی شي او کله چې یې فرښته ولیدله نو دعا یې نه قبلېږي ځکه چې هغه تللي وي او اوس یو بل وخت پیل شوي وي.

نو الله تعالی دې وکړي چې موږ ټول په سمه لار روان شو، رجوع ورته وکړو، د خپلو تېرو ګناهونو بخښنه وغواړو، ټول فرایض پرځای کړو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړو او دعا وکړو چې یا الله موږ ته د اسلام په حال کې مرګ را په برخه کړه.آمین

دا هم ولولئ

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه …