کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: ماشومان باید تر څو ساعتونو پورې انټرنیټ وکاروي؟

څېړنه: ماشومان باید تر څو ساعتونو پورې انټرنیټ وکاروي؟

د یوې څېړنې له مخې والدینو او ماشومانو ته لارښوونه شوې چې په هغه ورځو کې چې ښوونځي ته ځي د انټرنیټ ټیکنالوژۍ څخه دې د یو ساعت لپاره ګټه اخلي او د رخصتۍ په ورځ دې څلور ساعت انټرنیټ وکاروي.

دې څېړنې په تنکیو ماشومانو کې د انټرنیټ کارول مطالعه کړي، چې ټولنیزې رسنۍ یا د ساتیرۍ ویډیویي ګیمونه ور پکې شامل دي.

څېړونکو والدینو ته خبرداری ورکړ چې په هغه ورځو کې چې ماشومان یې ښوونځي ته له یو ساعت څخه دې ډېره د ساتیرۍ ټیکنالوژي ورته نه پرېږدي.

د څېړونکې ډلې مشر ویوین انتوني وایي متقابله ټیکنالوژي باید هغه وخت وکارول شوي، کله چې یې موخه په ماشومانو کې زده کړو ته د لاسرسي لپاره غوره پایلې وي.

که څه هم د کورونا د وبا پرمهال دغه ټیکنالوژي د زده کړو پر موخه کارول کېږي خو ترڅنګ یې د ساتیرۍ لپاره هم کارول کېږي چې د ماشومانو پر زده کړو منفي اغېزې کوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …