کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان د ښځینه وو معیوبینو لپاره د فوټبال لوبډله جوړوي

سعودي عربستان د ښځینه وو معیوبینو لپاره د فوټبال لوبډله جوړوي

سعودي عربستان په دې وروستیو کې د ښځو حقوقو او له نارینه وو سره یې د اوږه په اوږه درولو لپاره مټې رانغاړلي او په دې برخه کې یې ورځ تر ورځې د پرمختګ څرکونه لیدل کېږي.

په دې لړ کې له یاد هیواد څخه نوی خبر دادی چې دغه هیواد د ښځینه وو معیوبینو لپاره فوټبال په یوې لوبډلې کار پیل کړی چې نږدې وخت کې به تیاره شي.

له ریاض څخه په ترلاسه شوو راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه لوبډله د (Friends of People with Disabilities Association) یعنې د معلولینو له ټولنې سره د خلکو د ملګرو لخوا به تشکیل ومومي.

د بورډ غړې مدیره او د یادې ټولنې اجراییوي رییسه شهزادګۍ دانیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ښځینه وو معیوبینو د فوټبال په لوبډله به په سپتمبر کې کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په دې هیواد کې د ۲۰۲۳ ویژن لاندې د ځینو روایتونو برعکس داسې اقدامات ترسره کړل چې د نېوکو لاندې راغی خو د ښځو اړوند په ځینو پرېکړو کې ستایل شوی.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …