کورپاڼه / روغتيا / پیاز د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې هم ګټور وي، خو څنګه؟

پیاز د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې هم ګټور وي، خو څنګه؟

پیاز چې د فاسفورس یوه مهمه ذریعه ده که چېرته یې د انسان لپاره د الله تعالی ډالۍ وګڼو نو غلطه به نه وي. د پیازو په استعمال نه یوازې دا چې پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېوځي بلکې د ښکلا اړوند هم حیرانوونکې ګټې لري.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د اوړي په موسم کې د پیازو استعمال د سلاد په ډول اړین وي او په مرسته یې د موسمي میکروبونو او وایروسونو څخه ځان ژغورلی شو. همدغه راز د فایبر او آزادو بیوټیکو شتون یې د معدې او کولمو له ناروغیو مخنیوی کوي او د ګرمۍ شدت کموي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په سل ګرامو پیازو کې ۴۰ کالوري، ۸۹ سلنه اوبه، ۱.۱ ګرام پروټین، ۹.۳ ګرامه کربز، ۴.۲ ګرامه شکر، ۱.۷ ګرامه فایبر او ۰.۱ ګرام غوړ لري او ترڅنګ یې د ویټامین سي او انټي اکساید یوه ښه ذریعه هم ده چې د پوستکي او ویښتانو لپاره ډېر ګټور وي.

همدغه راز د فولیټ یعنې ویټامین بي ۹ یې میتابولیزم تیزوي او نوې حجرې جوړوي، ویټامین بي ۶ د وینې سره کرویات ډېروي او ویټامین بي ۹ د امیندوارو میرمنو لپاره ګټور وي او د پوستکي دانې او داغونه ختموي او د ځوانکو درملنه هم ګڼل کېږي.

بل لوري ته روغتیایي کارپوهان یې د وینې د لوړ فشار د کنترول لپاره ګټور ګڼي او د پوتاشیمو شتون یې د وینې فشار په کنترول کې مرسته کوي. همدغه راز کلیسترول برابر ساتي او ګلیسیمک انډیکس کموي چې د شکر ناروغانو لپاره ګټور وي.

بل لوري ته که غواړئ له پیازو تېل جوړ کړئ نو د کوپرې یا شړشمو تېل راواخلئ، ګرم به یې کړئ او له ګرمولو وروسته به پیاز نري، نري پرې کړئ او پاڼې د مرخاڼیو به ور واچوئ، کله چې یې رنګ خړ شو نو له اور به ښکته کړئ، چاڼ به یې کړئ او چې یخ شول په یو بوتل کې یې به واچوئ. دغه تېل به له شپږو تر اتو دقیقو ورو ورو پر ویښتانو ووهئ او مساج به یې کړئ او تر څو ساعتونو پورې به پرېږئ یا یې د شپې ووهئ او سهار یې ووینځئ او په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې دا کار وکړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …