کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / سټیو سمیت ۳۲ کلن شو، د هغه د ځینو ریکارډونو په اړه ولولئ
سټیو سمیت

سټیو سمیت ۳۲ کلن شو، د هغه د ځینو ریکارډونو په اړه ولولئ

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر توپوهونکی سټیو سمیت نن ۳۲ کلن شو، نوموړی په ۱۹۸۹ کال کې د جون په دویمه نېټه په نوي ساوت ویلس کې زېږېدلی و.

سټیو سمیت د اسټرالیا لپاره ۷۷ ټېسټ، ۱۲۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۴۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې ۱۲۷۱۲ منډې یې کړې دي او ۶۲ ویکټې يې هم ترلاسه کړي دي.

د سټیو سمیت د ۳۲مې کلیزې په ورځ درسره نن د نوموړي ځینې نړیوال ریکارډونو په اړه معلومات خپروو، چې هغه یې په خپل نوم لري.

سټیو سمیت ۹م لوبغاړی دی چې د ټېسټ په یوه لوبلړۍ کې یې د کپتان په توګه زیاتې ۶۸۷ منډې ترلاسه کړې دي، هغه همدا راز دریم توپوهونکی دی چې ټېسټ سیالیو کې ښه اوسط لري، د هغه اوسط ۶۱.۸۰ دی.

سټیو سمیت دا ریکارډ هم په خپل نوم لري چې د ټېسټ لوبې په دواړو پاڼیو کې يې سلیزې وهلي دي، همدا راز نوموړي په یوه لوبه کې دوه ناسوځېدلې پنځوسیزې هم وهلي دي.

سټیو سمیت په ټېسټ لوبو کې لومړنی توپوهونکی دی چې چټکې ۷۰۰۰ منډې يې پوره کړي دي، هغه دا هدف په ۱۲۶ پاڼیو کې پوره کړی دی.

سټیو سمیت د ټېسټ لوبو په یوه پاڼۍ کې پنځه کېچونه نيولي دي، چې دا تر نورو ټولو زیات کېچونه دي، هغه همدا راز په ټېسټ لوبو کې د ۵۰۰۰ منډو ترلاسه کولو تر څنګ ۵۰ لوبغاړي هم سوځولي و.

سټیو سمیت اتم توپوهونکی دی چې د کپتان په توګه یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې زیاتې منډې کړې دي، هغه په یوه لوبه کې ۱۶۴ منډې کړې وې. همدا راز دریم توپوهونکی دی چې نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د دریمې ویکټې لپاره زیاته ملګرتیا کړې وه، هغه ۲۴۲ منډې ملګرتیا له یو بل لوبغاړي سره کړې وه.

دا هم ولولئ

دیون کانوی

نیوزیلېنډي لوبغاړي په لومړنۍ لوبه کې څو ریکارډونه جوړ کړل

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي دیون کانوی د انګلستان پر وړاندې لومړۍ ټېسټ …