کورپاڼه / هنر او کلتور / رنبیر کپور تر اوسه پورې د واده نه کولو علت څرګند کړ

رنبیر کپور تر اوسه پورې د واده نه کولو علت څرګند کړ

د بالیووډ د فلمونو مشهور ستوری اداکار یا هنرمند رنبیر کپور تر اوسه پورې د واده نه کولو علت څرګند کړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې مشهور اداکار رنبیر کپور د خپل واده په اړه وایي چې په شل کلنۍ کې یې په دې اړه فکر پیل کړ خو یو نږدې ملګري د واده مخنیوی وکړ.

راپور زیاتوي چې رنبیر کپور د (یه جواني هی دیواني) فلم د ټریلر له خپرولو وروسته د واده او ماشومانو په اړه فکر پیل کړ، خو کله چې یې خپل ملګري فلم جوړونکې ایان مکرجي سره دا خبره شریکه کړه نو هغه مشوره ورکړه چې واده مه کوه.

ایان مکرجي ورته وویل چې دا وخت موږ په یو داسې ځای یو چې باید د واده په اړه ډېر فکر ونه کړو. یو ځل چې مئین شوې، بیابه واده هم وکړئ او ماشومان به دې هم پیدا شي.

کله چې رنبیر کپور د ایان مکرجي مشوره واورېده نو مننه یې ترې وکړه. رنبیر کپور وایي چې:((ما د واده په اړه جدي فکر کاوه او اراده مې کړې وه چې بس اوس واده کوم خو ایان پوه کړم او زما له سر څخه یې د واده پیریان لېرې کړ.))

نوموړی زیاتوي چې ایان راته وویل چې تر اوسه ستا کیریر اوس پیل شوی، نو اوس باید ژوند وکړې او وروسته بیا واده وکړه.

د یادولو وړ ده چې رنبیر کپور او عالیه بټ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د واده په اړیکه تړل شوي خو د کورونا وایروس په سبب یې واده ځنډېدلی دی.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …