کورپاڼه / جالب / په ویرجینا کې اعلان شوی چې د کورونا واکسین کوونکو ته په انعام کې وسلې ورکوي

په ویرجینا کې اعلان شوی چې د کورونا واکسین کوونکو ته په انعام کې وسلې ورکوي

په ځینو بهرنیو هیوادونو کې د هغه کسانو لپاره د جاېزو یا انعامات د ورکړې، اعلانونه کېږي، چې د کورونا وایروس لپاره واکسین کوي، چې په دې لړ کې ټایلینډ د غواګانو د ورکړې اعلان کړی و.

همدغه راز د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې بیا د لاټرۍ ټکټونه، د پارک ټکټونه او نورې جاېزې او انعامات په نظر کې نېول شوي، خو اوس د همدې هیواد د ویرجینا ایالت یو داسې اعلان وکړ، چې ټول خلک یې له حیرانۍ سره مخ کړل.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا لویدیځ ایالت ویرجینا د هغه کسانو لپاره د اسلحې یا وسلې د ورکړې حیرانوونکی اعلان کړی چې د کورونا وایروس واکسین کوي.

د فوربز خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي د لویدیځ ایالت ویرجینا چارواکو اعلان کړی چې پنځه د ښکار او پنځه نور توپکونه به په انعام کې ورکوي او پچه اچونه به یې د جون په شلمه ترسره کېږي.

د کورونا هغه واکسین کوونکې چې یو ډوز یې کړي د پچې اچونې لپاره به ځان راجستروي او ترڅنګ به د پچې اچونې له لارې یو خوش قسمته واکسین کوونکي ته یو میلون ډالر هم د جاېزې په توګه ورکوي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …