کورپاڼه / خبرونه / شعېب ملک: زما عمر نه، بلکې زما فیټنس او پرفارمنس ته وګورئ
شعېب ملک

شعېب ملک: زما عمر نه، بلکې زما فیټنس او پرفارمنس ته وګورئ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان شعېب ملک د دغه هېواد د غوراوي کمېټې مشرانو ته په خپل پېغام کې ویلي دي، چې زما عمر ته مه ګورئ، بلکې زما فیټنس او پرفارمنس ته وګورئ.

شعېب ملک د کرکټ پاکستان وېبپاڼې سره په خپله مرکه کې وویل، چې هغه تراوسه پورې په دې نه دی پوه چې ولې له لوبډلې څخه بهر ساتل شوی دی. هغه وايي، عمر که هر څومره وي، خو لوبغاړي ته کتل پکار دي چې ایا د هغه فیټنس او پرفارمنس شته او که نه.

هغه وویل، منیجمنټ او لوبغاړي زما درناوی کوي، چې دا زما لپاره ډېره ښه خبره ده، محمد حفیظ چې په ۴۰ کلنۍ کې هم پرفارمنس کوي، نویو لوبغاړو ته مشورې ورکوي، نو دا ښه خبره ده، د سینئیر لوبغاړو په شتون کې نوي لوبغاړي هم ډاډه وي.

شعېب ملک وايي، چې د غوراوي کمېټې مشر محمد وسیم سره مې دوه ځل لیدلي او له هغه سره مې ګټورې خبرې شوې دي. هغه راته وویل، که په لومړنیو څلورو کې ولوبېږم نو ښه به وي، ما ورته وویل چې لوبډلې ته په هر پوزیشن پکار یم، زه ورته تیار یم او کولای شم چې لوبه وکړم. محمد وسیم راته وویل، چې ته زموږ په پلان کې يې، خو موږ غواړو چې ځینې تجربې وکړو، تر څو نړیوال جام ته یوه ښه لوبډله چمتو کړو.

نوموړي د پاکستان د توپوهنې په اړه وویل، چې هر توپوهونکی باید په خپل پوزیشن کې توپوهنه وکړي، دا ښه خبره نه ده چې یو څوک پرفارمنس کوي نو باید په هر پوزیشن کې ولوبېدلی شي. هغه دا هم وویل، چې هر یو لوبغاړي ته باید چې پرلپسې لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شي، تر څو د هغه استعداد په سمه توګه ښکاره شي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …