کورپاڼه / خبرونه / د لوبډلمشر ټاکل کېدو وروسته حشمت الله شهیدي څه وايي
حشمت الله شهیدي

د لوبډلمشر ټاکل کېدو وروسته حشمت الله شهیدي څه وايي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره حشمت الله شهیدي نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی، تر هغه مخکې اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لرله.

نوموړي د لوبډلمشر ټاکل کېدو وروسته یو پوسټ کړی دی، چې د کرکټ او اصغر افغان څخه یې هم په خپل پوسټ کې مننه کړې ده، چې هغه ته یې دا مسوولیت په اوږو ایښی دی.

حشمت الله شهیدي لیکي: ((قدرمنو هېوادوالو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ، غواړم د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې څخه د زړه له تله مننه وکړم، چې لوی مسولیت یې زما په اوږو راکېښود او زه یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان په توګه وټاکلم او د ګران هېواد د هیلو او خوښيو بېړۍ (کرکټ) کپتاني يې ماته راوسپارله، ان شا الله چې په پوره ایماندارۍ، اخلاص او مسولیت سره به د دې بېړۍ د ساتلو، مقصد او ساحل ته د رسېدلو پوره پوره هڅې وکړم.))

نوموړی په خپل پوسټ کې همدا راز لیکي: ((همدارنګه له فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره له مخکيني کپتان اصغر افغان څخه هم منندويي وکړم چې په تېرو څو کلونو کې يې د ملي لوبډلې ښه مشري وکړله.))

حشمت الله شهیدي پوسټ

د یادولو وړ ده چې حشمت الله شهیدي درې ورځې وړاندې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر ټاکل شوی دی او د شل اوریزو لوبو لپاره تراوسه پورې لوبډلمشر نه دی غوره شوی.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …