کورپاڼه / هنر او کلتور / اریان خان: هنر او هنرمند مه زنداني کوئ، سردار سعید له بنده ازاد کړئ
اریان خان او سردار سعید

اریان خان: هنر او هنرمند مه زنداني کوئ، سردار سعید له بنده ازاد کړئ

د هېواد مشهور هنرمند اریان خان د یو بل هنرمند سردار سعید لپاره غږ پورته کړی دی، چې ویل کېږي له تېر یو نیم کال راهیسې بې ګناه د پلچرخي په زندان کې بندي دی.

اریان خان په خپله فېسبوکپاڼه کې د سردار سعید په اړه له حکومت څخه غوښتنه کوي: ((حکومت دې اسناد له ملت او ټولو هنرمندانو سره شریک کړي، کنه یو بې ګناه سندرغاړی دې په زندان کې نه ساتي.))

هغه همدا راز لیکي: ((افغان سندرغاړی سردار سعید چې له تېر یو نیم کال راهیسې په زندان کې دی، وايي د یوې دسیسې په اساس ونیول شو او اوس یې هېڅوک د پوښتنې نشته. هغه وايي چې ځینو کسانو ورسره شخصي ستونزه درلوده او د هغوی د دسیسې په لړ کې زنداني شو، نور نه ثبوت شته، نه یې کوم جرم کړی.))

اریان خان په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((زه شخصا قانون ته احترام لرم، که سردار سعید کوم داسې لوی جرم کړی وي، نو هیله من یم چې حکومت دې اسناد له ملت او ټولو هنرمدانو سره شریک کړي، کنه یو بې ګناه سندرغاړی دې په زندان کې نه ساتي.))

نوموړی همدا راز لیکي: ((په داسې وطن کې چې غټ غټ قاتلان او مجرمان په کې په عزت ژوند کوي، د یوه بې وسه هنرمند زنداني کول، د قانون، ارزښتونو او هنر توهین دی.))

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …