کورپاڼه / روغتيا / هغه خواړه چې د وېروونکو خوبونو لامل ګرځي

هغه خواړه چې د وېروونکو خوبونو لامل ګرځي

آیا کله مو حس کړئ چې په خوب کې له کومې ودانۍ لوېږئ یا مو کوم څوک مرۍ خپه کوي؟ که چېرته مو حس کړي وي نو لوی لامل یې ځینې خواړه دي. یعنې د ځینو خوړو د استعمال په سبب وېروونکې خوبونه وینو. نو راځئ چې دلته یئ وپېژنو:

چاکلیټ: که څه هم په سوداګریزو اعلانونو کې ویل کېږي چې له وېده کېدو وړاندې چاکلیټ وخورئ ترڅو ښه خوب وکړئ، خو اوس له څېړنې ثابته شوې چې له وېده کېدو وړاندې د چاکلیټو خوړل د وېروونکو خوبونو لامل ګرځي.

بازاري خوراک: له څېړنې ثابته شوې چې هغه خواړه چې ژر تیارېږي یا بازاري وي لکه چپس او برګر د خوب د خرابېدو لامل ګرځي، زړه بدوالی رامنځته کوې او د سینې د سوخت سبب جوړېږي.

مکروني: مکروني د کاربوهایډریټو درلودونکې وي او له څېړنې ثابته شوې چې مکروني خوړل د وېروونکو خوبونو لامل ګرځي.

غوښه: که څه هم د غوښې خوړل خوندور وي خو له څېړنو ثابته شوې چې د شپې له لورې یې خوړل د وېروونکو خوبونو لامل کېږي.

پیزا: ډېر شمېر خلک د شپې له لورې د پېزا خوراک خوښوي، خو د تېزابیت په سبب یې ډېر شمېر وېروونکې خوبونه ویني.

مساله لرونکې خواړه: له خوب څخه وړاندې د مساله لرونکو خوړو استعمال یو بد انتخاب ګڼل کېږي، چې د سینې سوخت رامنځته کوي او خوبونه خرابوي.

اچار: په اچار کې په ډېره اندازه مالګه، تېزاب او سرکه وي چې په همدې سبب د وېروونکو خوبونو لامل کېږي.

شېدې: له څېړنو ثابته شوې که چېرته له خوب څخه وړاندې شېدې وڅښل شي نو خوب خرابوي.

خواږه شیان: شکر او خواږه د میتابړلیزم عملیه ګډوډوي او د بې خوبۍ سبب کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …