کورپاڼه / خبرونه / نسیم دانش نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته وړاندیزونه کړي
حشمت الله شهیدي او نسیم دانش

نسیم دانش نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته وړاندیزونه کړي

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس نسیم الله دانش د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ته یو شمېر وړاندیزونه ورکړي دي.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي: ((حشمت جان شهیدي ته مبارک او بریالیتوب غواړم، حشمت شهیدي یو بهترین لوبغاړی او بهترین انسان دی. حشمت جان ته مې وړاندیز دا دی چې د یو رهبر او د لوبغاړو د مشر غوندې له لوبغاړو، ادارې او عالمو خلکو سره برخورد پیل کړي.))

هغه همدا راز لیکي: ((د پخوا څخه په ځان کې تغیر راولي او ټول لوبغاړي په خپلو کړنو، فکر او ښه رهبریت د ځان ملاتړي کړي. نوموړي وړاندیزونه مې اصغر افغان ته هم له اعلان وروسته کړي و او هغه تر ډېره پر ځای کړي و.))

نسیم دانش لیکي: ((همدا شان له اصغر افغان او ټولو افغان لوبغاړو غوښتنه کوم چې د حشمت جان ملاتړ وکړي او اتفاق سره مخکې لاړ شي. له بې اتفاقۍ دوی\لوبغاړو او افغانستان دواړو ته تاوان رسېږي. د اصغر افغان له خدمتونو او ښه رهبریت مننه کوم او ورته د یو ښه رهبر په توګه د ښه ژوند دعا کوم.))

نوموړی همدا راز په خپل پوسټ کې لیکي: ((کرکټ بورډ باید د اصغر افغان د لیرې کېدو دلایل تر هغې له میډیا سره نه وای شریک کړې، تر څو دوی ټول تحقیقات پوره کړې وای، که اصغر افغان ګرم بلل شوی وی باید سزا ورکړل شوې وای او که نه باید د یو ښه لوبډلمشر په توګه ورته د مننې پروګرام او یو څه مکافات ورکړل شوي وای تر څو په زړه کې يې عقده نه وای پاتې شوې.))

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …