کورپاڼه / جالب / یمني ماهي نېونکو د نهنګ له خېټې داسې څه ترلاسه کړل چې غریبي یې ور ختمه کړه

یمني ماهي نېونکو د نهنګ له خېټې داسې څه ترلاسه کړل چې غریبي یې ور ختمه کړه

د یمن اوسیدونکو غریبو ماهي نېونکو د نهنګ له خېټې یو داسې قیمتي یا لوړ بیه ماده ترلاسه کړې چې ډېر ژر یې شتمن کړل.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په یمن کې د ماهي نېونکو یوې ډلې د عدن پر غاړه د مړه نهنګ له خېټې یوه داسې نایابه خزانه ترلاسه کړه چې (۱.۵) میلونه ډالر قیمت لري.

د بي بي سي د راپور له مخې ویل کېږي چې یادو ماهي نېونکو د مړه شوي نهنګ له خېټې ژر تر ژر ماده راوویسته او سمدستي یې وپلورله چې په یو دم یې (۱.۵) میلونه ډالر جوړې کړې او غریبي ورسره ختمه شوه.

د ماهي نېونکو د وینا له مخې ویل کېږي چې ترلاسه شوي روپۍ پخپلو کې برابرې ویشلي، چې ځینو د ځان لپاره ځمکې، ځینو قیمتي موټرې او ځینو د خپلو ودونو لپاره له ځان سره ساتلي دي.

بل لوري ته ویل کېږي چې د نهنګ په خېټه کې دغه موندل کیدونکې ماده ایمبر ګرس یعنې د عنبرو په عطرو کې استعمالېږي او ډېر لوړ قیمت لري. دغه راز د خوشبو لرونکې عنبرو ته د نهنګ فاضله مواد هم ویل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …