کورپاڼه / هنر او کلتور / هندی فلم جوړونکی د کورونا له وجې مړ شوی، کاجل ورپسې ډېره خپه ده
کاجل او ریان

هندی فلم جوړونکی د کورونا له وجې مړ شوی، کاجل ورپسې ډېره خپه ده

د بالي ووډ فلمونو یو جوړونکی ریان سټیفن د کورونا له وجې مړ شوی دی، چې د نورو اداکارانو تر څنګ د هندي فلمونو مشهوره اداکاره کاجل هم د نوموړې په مړینه ډېره خپه ده.

کاجل په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د ریان سټیفن سره اخیستل شوي سیلفي عکسونه خپاره کړي دي او د هغه په یاد کې يې ځينې جملې هم لیکلي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Kajol Devgan (@kajol)


کاجل یو نظم هم له دې عکسونو سره خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې ریان د هغه د ژوند یو غوره ملګری و، د هغه ځای به بل هېڅوک وانخلي.

د یادولو وړ ده چې ریان سټیفن ۲۰ ورځې وړاندې په کورونا ویروس اخته شوی و، چې وروسته هغه بیا په روغتون کې بستر شو، خو د مۍ په ۲۹مه نېټه د کورونا له وجې مړ شو.

ریان سټیفن په بالي ووډ سینما کې کار کړی و، خو (اندو کي جواني) او (ديوي) یې مشهور فلمونه دي. (اندو کي جواني) خو په دې وروستیو کې انلاین خپور شوی و، چې کیاره اډواني پکې کار کړی و.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …