کورپاڼه / جالب / په دې منګي سره په (۵۵)کسانو خطرناک جادو شوی

په دې منګي سره په (۵۵)کسانو خطرناک جادو شوی

د یونان په پایتخت اتن کې د اګورا په نوم یوه لرغوني سیمه ده او له دې سیمې څخه (۲۳۰۰) کاله وړاندې یو داسې منګی لاسته راغلی چې په اړه یې ویل کېږي، چې په دې منګي لږ تر لږه پر پنځه پنځوسو کسانو خطرناک جادو شوی دی.

دغه منګی چې له درې سوه کاله وړاندې له د عیسی علیه السلام له زېږېدو څخه جوړ شوی، په دې کې د مرغیو او د مرغیو د بچیو ډېر مات شوي هډوکي او اوسپنیز مېخونه موندل شوی او په بهرنۍ سطحه یې په کوم تېره شي د لرغوني اتن د پنځه پنځوسو اوسیدونکو نومونه لیکل شوي.

د یادولو وړ ده چې په لرغوني اروپا کې هم د دښمن د بربادۍ او د له منځه وړلو لپاره د جادو کولو رواج عام و خو په قانوني توګه یې اجازه نه درلوده. دغه منګی په (۲۰۰۶) کال د لرغون پېژندونکو له لورې د اګورا له سیمې ترلاسه شوی و چې د لرغوني یونان له مشهورو اثارو څخه ګڼل کېږي.

دا منګی ترڅو کلونو پورې په دولتي موزیم کې ساتل کیده خو څو کاله وړاندې د ییل پوهنتون او د امریکا د لرغون پېژندونکو له لورې پرې څېړنې پیل شوې.

دوی په منګي کې دننه توکي او په بهرنۍ سطحه یې نښې، نښانې ولوستلې او و یې ویل چې په منګي کې د مرغیو ډېر هډوکي واړه یا کوچني دي، چې له دې معلومېږي چې د اغېزمن جادو لپاره یې کوچنۍ مرغي او بچي یې مړه کړي او له هغې وروسته یې د غاړې او د پښو لاندې هډوکي مات کړي او په منګي کې یې اچولي.

که څه هم د منګي پر سطحه نومونه په سم ډول سره نه ښکاري خو بیا یې هم د پنځه پنځوس کسانو نومونه د لوستلو وړ دي او دا هم ترې څرګندېږي چې دغه نومونه دوو کسانو لیکلي یعنې دوه جادوګرانو دا کار کړی دی.

له دې څېړنې چې د (هیسپیریا) د ژورنال په نوې ګڼه کې خپره شوې له مخې یې څرګندېږي چې لرغوني اروپا یوازې د وهم پرستۍ ښکار نه وه بلکې هلته داسې جادو او نورو طریقو هم شتون درلود لکه نن سبا یې په لویدیځ کې عام دي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …