کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم راتلونکي کال کې د تره لور سره واده کوي

بابر اعظم راتلونکي کال کې د تره لور سره واده کوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ مشهور توپوهونکی بابر اعظم په راتلونکي کال کې د تره لور سره واده کوي، چې د دواړو کورنیو ترمنځ هر څه بشپړ شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د بابر اعظم کورنۍ د هغه لپاره د هغه د تره لور غوښتې ده، دواړو کورنيو ترمنځ هر څه بشپړ شوي دي او راتلونکي کال کې به یې واده وشي.

جنګ وېبپاڼې د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي، چې بابر اعظم د تره لور سره د واده کولو لپاره راضي شوی دی او ویل کېږي چې د هغه په خوښه دا رشته شوې ده.

د یادولو ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان اظهر علي هم دوه ورځې وړاندې بابر اعظم ته مشوره ورکړې وه، چې واده دې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د بابر اعظم مینه والو د هغه د دې رشتې په اړه ډېر ټویټونه کړي دي، ځینو خلکو بیا لیکلي دي، چې هر څه وختي دي، خو د تره یا ماما لور سره واده کول تلپاتې دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …