کورپاڼه / تجارتي ليګونه / درې نور افغان لوبغاړي هم د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه اماراتو ته لاړل
ظاهر خان، نور احمد لکڼوال او حضرت الله ځاځی

درې نور افغان لوبغاړي هم د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه اماراتو ته لاړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې نور لوبغاړي هم متحده عربي اماراتو ته لاړل، تر څو هلته د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان کم عمره لوبغاړی نور احمد لکڼوال، چې تراوسه پورې د ملي لوبډلې لپاره نه دی لوبېدلی، په خپله فېسبوکپاڼه کې د ظاهر خان او حضرت الله ځاځي سره عکسونه خپاره کړي دي.

هغه له دې عکسونو سره لیکلي دي، چې پاکستان سوپر لیګ ته روان دي او له مینه والو څخه یې د دعا غوښتنه هم کړې ده. دوی به اماراتو کې ابوظهبي ته ځي.

حضرت الله ځاځی د پېښور زلمي لوبډلې اخیستی دی، نور احمد لکڼوال د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي او ظاهر خان بیا د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۶م پړاو پاتې سیالۍ په ابوظهبي کې د جون په پنځمه نېټه پیلېږي، خو تراوسه پورې يې مهالوېش نه دی اعلان شوی.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …